As primeras 24 linias.
د سوماترا له تنګي څخه ۱۷۰۰ سمندري مایله لرې
د جولای ۱۳، د مازدیګر ۴:۵۰ بجې.
زه بخښنه غواړم.
زه پوهېږم چې دا مهال دا خبره کومه معنا نه لري.
خو زه بخښنه غواړم.
ما خپله هڅه وکړه.
فکر کوم تاسې به ټول دا خبره راسره منئ چې ما خپله هڅه وکړه.
چې ريښتينی واوسم.
چې قوي واوسم.
چې مهربانه واوسم.
چې مينه وکړم.
چې پر سمه واوسم.
خو زه نه وم.
او زه پوهېږم چې تاسې په دې پوهېدئ.
ستاسو په خپلو طريقو.
او زه بخښنه غواړم.
دلته هر څه له لاسه وتلي دي.
بغیر له روح او بدن څخه.
دا ټول هغه څه دي چې له دوی راپاتې دي.
او د نيمې ورځې خواړه.
په حقيقت کې دا د بخښلو وړ نه دی، زه اوس په دې پوه يم.
دا چې د دې خبرې منلو څنګه دومره ډېر وخت ونيو، زه نه پوهېږم.
خو ويې نيو.
زه تر پايه وجنګېدم.
No comments yet. Be the first to leave one.