أول 197 سطر.
- -
د خرڅلاو لپاره ښکلي جنسونه موجود دي!
که د لیکلو لپاره څه لرئ! که د لوستلو لپاره څه لرئ! پښتو او دري!
- د خرڅلاو لپاره ښکلي جنسونه موجود دي! -
که د لیکلو لپاره څه لرئ که د لوستلو لپاره څه لرئ
پښتو او دري. د خرڅلاو لپاره ښکلي جنسونه موجود دي.
ما ولیدلې چې پر یوه ښځه دي سودا خرڅه کړه! ما په خپلو سترګو وليدلې!
- اه، فکر نه کوم چې... - ورباندې خرڅه دې کړه!
که د لیکلو لپاره څه لرئ. که د لوستلو لپاره څه لرئ.
پښتو او دري. د خرڅلاو لپاره ښکلي جنسونه موجود دي.
پروانې.
دا یوازینی ارزښتناک شی دی چې موږ ته راپاتې دی.
ما تر اوسه نه دی اغوستی. حتی یو ځلې هم نه.
پروانې، نو ته به یې چېرته اغوندې?
- راځه زدکړو ته دې دوام ورکړو. سمه ده? - سمه ده، بابه.
ښه، د ورېښمو د لارې په اړه څه پوهېږې?
د ورېښمو لار.
بابه، زما د ورېښمو د لاري په اړه څه نه دي په یاد.
شاید موږ يې باید په اړه د یوې کيسې په ډول فکر وکړو.
حتی که بل هرڅه له لاسه ورهم کړو، خو کيسې زموږ په زړونو کې پاتې کېږي.
حتی له پیله، زموږ خلکو تل کیسې ویلې,
کله چې موږ پارت او خراسان وو.
د هندوکش د غرونو په لمنو کې یو زخمي وطن وو,
د شمالي دښتو له وحشتناکه سترګو سوځېدلو,
توره ډبرینه مځکه د یخي د څوکو پر وړاندې.
زموږ خاوره د یوې بلا ډبرین سکلېټ ته ورته وه.
موږ، آریانا وو
د نجیبو او عزتمنو خلکو وطن.
موږ د بل هرځای لپاره یوه لاره وو,
موږ به له ختیځه لوېديځ ته مالونه وړل.
موږ به ستوري مطالعه کول او څېړل
او دا ډول مو په ګډوډۍ کې نظم لیدل پیل کړل.
موږ پوهان، فیلسوفان او کیسه ویونکي وو.
سوالونو ځوابونه غوښتل او بیا به نور سوالونه راولاړېدل.
موږ په نړۍ کې د خپل ځای په پیدا کولو پیل وکړ.
خو موږ د هغو امپراتوریو په څنډو کې وو چې له یو او بل سره په جنګ کې وې,
سرحدونه به بدلېدل رابدلېدل...
- - په زرګونو کلونه وشول.
له دغو سترو واکمنانو څخه د فارس کوروش کبیر راغی.
بیا ورپسې مقدوني سکندر راغی.
بیا موري امپراتوري راغله,
چنګېز خان,
او داسې ډېر نور.
هر ځل به ډېره وینه توېدله,
او هر ځل به ځیني خلک ژوندي پاتې کېدل.
داسې یو تصویر چې په بې پایه توګه به تکرارېده.
پروانې، کله چې زه ځوان وم,
زه پوهېدم چې سوله څه حس لري، دلته په دغه ښار کې.
ماشومان ښوونځيو ته تلل، ښځې پوهنتون ته تللې.
له ټولو امپراتوریو موږ هېر شوو,
یا لږ تر لږه د یوې مودې لپاره.
- خو ډېر یې دوام ونه کړ. -
زموږ تر پښو لاندې مځکه سسته شوه,
تل بې ثباته وو.
لومړی کودتاه وشوه، ورپسې یرغل وشو,
او بیا یوه کورنۍ جګړه.
په هغې ګډوډۍ کې,
د ځینو سترګې هغو ته وې چې کېدای شي نظم به راولي.
خو په یوه ستره بیه.
موږ ښځو ته یوه خاصه مرتبه ورکړې ده!
ښځې باید دباندې ونه وزي او ځان ته باید غیر ضروري توجه راجلب نه کړي!
که کومه ښځه ځان ښکاره کړي،پر دې به د اسلامي شریعت لخوا لعنت وي
او هيڅکله به جنت ته د تللو تمه نه لري.
هرڅه بدلېږي، پروانې.
کیسې موږ ته دغه راپيادوي.
پروانې، ماته دې غوږ وو?
هو، بابه.
اوس زموږ د کوچي اجدادو په اړه راته ووایه
او د هغو د سرو زرو د غونډیو په اړه?
ښه نو?
دوه زره کاله پخوا...
- ښه? - دوه زره کاله پخوا...
یوه باختري شهزادګۍ وه
هغې یو تاج درلود.
او?
- او... - پروانې?
لرې شه. زما له شیانو لرې شه.
لرې شه. درته ومې ویل لرې شه, بې عقله سپيه!
اې, ته! دا ته فکر کوې چې څه کوې?
دا نجلۍ ولې چيغې وهي?
دا یوازې یوه ماشومه ده. څه هدف يې نه درلود.
دا ځان ته د نورو توجه راجلبوي!
دا باید په کور کې وي، نه دا چې په مارکېټ کې نورو ته ځان ښکاره کوي.
زه په کور کې کوم زوی نه لرم, یوازې یو د شیدو ماشوم دی. زه مې لور ته اړ یم ترڅو له ما سره مرسته وکړي.
- کله چې موږ خبرې درسره کوو نو ولاړېږه. - زه یو مع...
درته ومې ویل چې ودرېږه!
- زه تا پېژنم. - هو، ادریس.
زه یو وخت ستا ښوونکی وم. ته یو ښه زدکوونکی وې.
تا زما وخت ضایع کړ, ما ته دې بې ارزښته شیان را زده کول.
زه له طالبانو سره یوځای شوی یم او اوس زه د اسلام له دښمنانو سره جنګېږم.
ښه، که زه یو دښمن یم، نو زما د ګناهونو له کبله خدای له ما څخه پښه اخيستې ده.
آیا ته په ما ریشخند وهې, بوډا?
ما خپله پښه په جنګ کې له لاسه ورکړه. په هغه جګړه کې موږ په ګډه وجنګېدلو.
- دا نجلۍ څو کلنه ده? - ادریسه.
- دا یوه ماشومه ده. - دا اوس دغومره غټه ده چې واده وکړي.
زه په دې نږدې وختونو کې په مېرمن پسې ګرځم.
دا مخکې له مخکې د بل چا په نامه ده.
ښه، باید ځان سم پټ کړي.
- یا شاید ته باید نور هغې ته ونه ګورې. - تا ماته څه وویل?
ما درته وویل چې نور مه ورته ګوره.
- زه تا وژلی شم! - ادریسه.
- پام کوم چې څه وایې! - بس دی نور. راځه.
ښه یې?
هو، بابه.
زما لورې.
راځه چې اوس کور ته ولاړ شو.
پروانې?
تا هغه هلک ته وویل چې زه د بل چا په نامه یم.
آیا زه ودېږم?
معلومه ده چې نه. ته تراوسه لا یوه ماشومه یې.
زه غواړم چې ته لوبې وکړې او کیسې ووایې.
زه اوس د هغو کارونو لپاره ډېره غټه یم.
د کیسو لپاره ډېره غټه? تا تل له کیسو سره مینه کړې ده.
څه فایده?
زه به دې له مور سره یو څه وغږېږم او هرڅه به سم کړو.
هیله کوم د کمیس په اړه څه مه ورته وایه.
زه به له دې خبرو خلاصه نه شم.
- له کومو خبرو? - هیڅ هم نه، مور جانې.
موږ د پروانې هغه ښه کمیس نه خرڅوو.
بابه، زما منظور دغه نه وو.
موږ یې پیسو ته اړتیا لرو بابه.
یو څه وخت به معطل شو. فکر کوم چې کاروبار به مو بېرته ښه شي.
که کاروبار ښه شو, بیا اړتیا هم نشته چې خرڅ یې کړو, معلومه خبره ده.
خو آسمان لرې دی او مځکه سخته ده. باید چې هرڅه ژر يې خرڅ کړو.
ښه، څنګه ده چې تر ماښامنۍ مخکې یوه کیسه درته وکړم?
او موږ به د یو څه وخت لپاره کميسونه هېر کړو.
کېدای شي پروانه به موږ ته یوڅه ولولي?
اوس نه, مور جانې. زه ستړې یم.
ماته يې ویل چې زه نوره یوه ماشومه نه یم.
نو یې کیسې نه خوښېږي.
غټېدلو ته دومره بېړه مه کوه، زما خوږې لورې.
دا شاید هغه څه نه وي چې تاسو یې غواړئ.
اوبه مو ختمې شوي دي. نن سهار دې پوره اوبه رانه وړلې.
خو د دروازې څنګ ته نیم سطل پرتې دي.
کله چې زه دومره وم چې اوبه مې راوړلی شوې, سطلونه به هیڅکله هم خالي نه وو.
- اې! - نجونو, بس یې کړئ.
- یا به د ډوډۍ وروسته ځې او اوبه به راوړې... -
او یا به د ذکي مردار ډایپرونه مینځې.
- ته څنګه يې? - ښه یم.
اوس چې تاسې دلته یاست.
شاید که تا خپل ويښتان ډېر نه مینځلای, دومره ژر به نه ختمېدلې.
- پروانې. - باید چې احترام ولرئ.
ولې خوراک نه کوئ, همم?
- کله چې مو خېټه مړه وي، نو هرڅه سم برېښي. - هو, مورې.
ذکي, ذکي, صبر وکړه چې زه دې لستوڼي در پورته کړم.
نه, مور جانې.
- شاباس. آفرین. -
ټول کشمش مه خوره، پروانې. هغه ذکي ته پرېږده.
ولې هغه ته دا ستا پر زنه لوی کشمش نه ورکوې، ثریا?
اوه, خو هغه یو کشمش نه دی.
هغه یو لوی ببر خال دی.
پروانې, له ثریا څخه بخښنه وغواړه.
پروانې?
دی هلته دننه دی! ما ولید!
- که دغلته ښځې موجودې وي... - بابه?
ځانونه مو همدا اوس پټ کړئ!
دا هغه سړی دی. د اسلام یو دښمن.
له ده سره منع شوي کتایونه دي, او دی هغه ښځو ته ور زده کوي!
- موږ یوازې پرېږدئ! - ده هیڅ هم نه دي کړي!
- نورالله علیزیه, ته باید له موږ سره راشې. -
بابه!
- تاسو هغه نه شئ وړلای! - بابه!
- - بابه جانه!
دی چېرته وړئ?
زندان ته.
دوی به په پل چرخي کې یو ښه درس ورکړي.
- - بابه!
بابه!
مور جانې? آیا څراغ روښانه کړم?
ششش, پروانې. ذکي به راویښ کړې.
خو که هغوی بابه خوشې کړ,
دی به په کړکۍ کې یوې رڼا ته اړتیا ولري ترڅو کور پیدا کړي.
دی به څنګه کور ته راشي? له هغه سره یې حتی لکړه هم نشته چې ورسره وګرځي.
بېرته ویده شه. هرڅه به سم شي.
ته په دغه څنګه پوهېږې، مور جانې? ته څنګه پوهېږې?
غلې شه, پروانې. هغه اوس هم ډېره په تشویش ده.
اې! ذکي, بس کړه.
پورته شه, پروانې. بې ځایه لوبي بس کړه.
ولې? څه شوي دي?
زه او ته باید بابه پیدا کړو.
هفه هلک وویل چې دی د پل چرخي زندان ته وړي, نو موږ هم هلته ځو.
خو موږ له بابه پرته دباندې نه شو تللی.
ثریا د زندان مسئول ته لیک لیکي
چې د نورالله د ګرفتارۍ په اړه اعتراض وکړي او د هغه د خلاصون غوښتنه وکړي.
- لږ تر لږه زه دوی ته هغه ورکولی شم. - مور جانې, د دې کار اجازه نشته.
که موږ ځان ته د نورو توجه راجلب نه کړو، نو څه به نه راپېښېږي.
- خو موږ نه شو کولی... - راځه, پروانې.
او د بابه لکړه دې هم درسره راواخله. موږ باید ولاړ شو.
مورې.
اې.
اې, تاسې!
سلام. آیا کولی شې د پل چرخي لاره راوښيې?
سلام. اه, هغه ختيځ ته دی, د سیند هغې غاړې ته.
- خو لاره یې اوږده ده. - مننه, ښاغلې.
غوږ ونیسه. په زاړه ښار کې ولاړ شئ, که نه ګرفتار به شئ.
- -
- ولې دلته یوازي یاست? -
No comments yet. Be the first to leave one.